لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
١ رُوح القُدس هغه وخت عيسىٰ بيابان ته بوتلو چه په اِبليس ئے وآزمائى. ٢ هغۀ څلويښت ورځے اَؤ څلويښت شپے روژه ونيوله اَؤ په آخر کښے هغه وږے شو. ٣ بيا آزميښت کوُونکے ورغے اَؤ ورته ئے ووئيل، ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو دے کاڼو ته ووايه چه ډوډئ شى.“
٤ عيسىٰ جواب ورکړو، ”صحيفے وائى چه: ”بنى آدم تش په ډوډئ نۀ پائى خو هغه په هر هغه خبره پائى چه دَ خدائے دَ خُلے نه وځى.““ ٥ بيا اِبليس دَئے مُقدس ښار ته بوتلو اَؤ دَ خدائے دَ کور په مناره ئے ودرولو، ٦ اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”که تۀ دَ خدائے زوئے ئے نو خپل ځان ښکته ګُذار کړه، ځکه چه صحيفے وائى چه: ”هغه به ستا دَ پاره خپلو فرښتو له حُکم ورکړى، اَؤ هغوئ به تا په خپلو لاسُونو کښے پورته کړى چه ستا پښه په کاڼى ونۀ دړديږي.““ ٧ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”صحيفے دا هم وائى چه: ”تاسو په خپل مالک خدائے آزميښت مۀ کوئ.““ ٨ بيا ابليس هغه دَ يو دنګ غر څوکے ته وخيژولو اَؤ دَ دُنيا ټولے بادشاهئ ئے ورته په پُوره شان اَؤ شوکت کښے څرګندے کړے ٩ اَؤ ورته ئے ووئيل، ”دا هرڅۀ به تاله درکړم خو که تۀ راته سجده وکړے اَؤ عبادت راته وکړے.“
١٠ خو عيسىٰ ورته ووئيل چه ”ورک شه شيطانه! صحيفے وائى چه: ”تۀ به خپل مالک خدائے ته سجده کوے اَؤ تش دَ هغۀ بندګى به کوے.““ ١١ نو اِبليس هغه پريښودو اَؤ فرښتے راغلے اَؤ دَ هغۀ په خدمت کښے حاضرے شوے.
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ
Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org