لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
٣٥ په هغه ورځ ماښام هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”راځئ چه دَ درياب پورے غاړے ته لاړ شُو.“ ٣٦ هغوئ ګڼه پاتے کړه اَؤ هغه ئے دَ ځان سره په کشتئ کښے بوتلو په کُومه کِشتئ کښے چه هغه ناست وُو اَؤ نورے کِشتئ هم ورسره وے. ٣٧ زورَوره سيلئ راغله، چپو کِشتئ داسے ووهله چه اوبۀ ورته راوختے. ٣٨ هغه وروستو په بالښت اُودۀ وو. هغوئ هغه راپاڅوو اَؤ ورته ئے ووئيل، ”مالکه! مُونږ ډُوبيږو! تا سره څۀ غم نِشته؟“ ٣٩ هغه بيدار شو، باد ئے ورټو اَؤ درياب ته ئے ووئيل چه ”غلے قلار شه!“ باد ودريدو اَؤ قلاره قلارى شوه. ٤٠ هغۀ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو دومره ويريدُونکى ولے يئ، تاسو لا اوس هم عقيده نۀ لرئ؟“
٤١ هغوئ ويرے اخستى وُو اَؤ يو بل ته ئے ووئيل، چه ”دا لا څوک دے چه باد اَؤ درياب ئے هم حُکم منى.“
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ
Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org