موندل

شپاړسم سبق

کفاره: دَ عيسىٰ مسيح پيريان ويستل

د مرقوس کتاب ٥: ١ – ٢٠

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ اَؤ هغوئ دَ درياب بلے غاړے ته راغلل، دَ ګراسينيانو وطن ته. ٢ چه عيسىٰ دَ کِشتئ نه راکُوز شو نو يو سړے چه پيريانو نيولے وو اَؤ په قبرُونو کښے اوسيدو، راووتو اَؤ هغۀ له راغے. ٣ اَؤ هغه هيچا هم قابو کولے نۀ شو، عن تر دے چه په زنځيرُونو کښے هم نۀ شو تړلے کيدے. ٤ ځکه چه هغۀ ته ئے څو څو واره زنځيرُونه اَؤ ځولنے اچولے وے خو هغۀ زنځيرونه شلولى وُو اَؤ ځولنے ئے ماتے کړے وے اَؤ دومره طاقتور هيڅوک نۀ وو چه هغه ئے قابو کړے وَئے. ٥ اَؤ ورځ اَؤ شپه به هغۀ په قبرُونو اَؤ دَ غرُونو په خوا کښے چغے ويستے اَؤ ځان به ئے په ګټو ژوبلولو.

٦ هر کله چه هغۀ دَ ورايه عيسىٰ وليدلو نو هغۀ وردؤ کړل اَؤ سجده ئے ورته وکړه، ٧ اَؤ په چغو ئے ووئيل، ”اَئے عيسىٰ! دَ لوئے خُدائے زويه! تۀ زما نه څۀ غواړے؟ دَ خُدائے په رُوئے ما مه غذابوه.“ ٨ دا ځکه چه عيسىٰ بيا دَۀ ته دا ووئيل، ”اَئے ناپاکه رُوحه! دَ دے سړى نه لرے شه.“

٩ عيسىٰ دَ هغۀ نه تپوس وکړو چه ”ستا څۀ نُوم دے؟“

هغۀ ووئيل چه ”زما نُوم لښکر دے، مُونږ ډير کسان يُو.“ ١٠ اَؤ هغۀ ورته ډيره زارى وکړه چه عيسىٰ به مُونږ دَ مُلک نه نۀ شړى.

١١ نو هلته دَ غرۀ په خوا کښے دَ خنزيرانو يو لوئے کنډک څريدو. ١٢ اَؤ پيريانو هغۀ ته دا سوال وکړو چه ”مُونږ خنزيرانو ته وليږه اَؤ ورننه وتو ته مو پريږده.“ ١٣ هغۀ اِجازت ورکړو اَؤ پيريان راووتل اَؤ په خنزيرانو کښے ورننوتل اَؤ خوا اَؤ شا دَ دوه زره خنزيرانو دغه کنډک له کمر نه ښکته په درياب کښے ورغُوپه شو اَؤ ډوب شو.

١٤ دَ کنډک شپُونکى په تيښته لاړل اَؤ دا خبر ئے ښارئے اَؤ خوا اَؤ شا کلو ته ورسوو اَؤ خلق دَ دے واقعے تماشے له راووتل. ١٥ هغوئ عيسىٰ له راغلل اَؤ هغه ليونے چه دَ پيريانو لښکر نيولے وو ئے وليدو چه هلته ناست وو اَؤ سم دم وو اَؤ هغوئ ټول ويرے واخستل. ١٦ تماشه کوُونکو خلقو ته ووئيل چه څرنګ دغه سړے روغ شو اَؤ دَ خنزيرانو سره څۀ وشول. ١٧ بيا هغوئ عيسىٰ ته ووئيل چه ”دَ دے علاقے نه لاړ شه.“

١٨ څۀ وخت چه عيسىٰ کِشتئ ته ورختو نو کُوم سړے چه پيريانو نيولے وو، هغۀ هم ورسره دَ ملګرتيا دَ پاره سوال وکړو.

١٩ عيسىٰ دَ دے اِجازت ورنۀ کړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”کور ته لاړ شه اَؤ خپلو خلقو ته ووايه چه مالِک په خپل رحم ستا دَ پاره څۀ وکړل.“

٢٠ هغه سړے لاړو اَؤ دِ کپولس په علاقه کښے ے دغه خبر خور کړو اَؤ هغه ټول حال ئے ووئيلو، څۀ چه عيسىٰ دَ هغۀ دَ پاره کړى وُو اَؤ ټول خلق حق حيران شول.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org