موندل

اوولسم سبق

کفاره: دَ عيسىٰ مسيح پنځو زرو خلقو له ډوډئ ورکول

د يوحنا کتاب ٦: ١ – ٣٧

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ څۀ مُوده پس عيسىٰ دَ ګليل دَ درياب بلے غاړے ته لاړو چه تيبرياس هم ورته وائى. ٢ اَؤ يوه لويه ګڼه ورپسے وه چا چه دَ ناروغو دَ روغولو اَؤ دَ رنځُورانو دَ روغيدو ننداره ليدلے وه. ٣ بيا عيسىٰ دَ غرۀ لمنے ته لاړو اَؤ هلته دَ مُريدانو سره کښيناستو. ٤ دَ فسح دَ اختر وخت رانزدے وو کُوم چه دَ يهوديانو لوئے اختر وى. ٥ بيا چه عيسىٰ خپلے سترګے اُوچتے کړے نو يوه لويه ګڼه ئے وليده چه دَ هغۀ په طرف راروانه ده. نو عيسىٰ فيليپوس ته ووئيل چه ”مُونږ به دَ دے خلقو دَ پاره ډوډئ دَ کُومه را پيدا کوو؟“ ٦ دا ئے صرف دَ هغۀ دَ آزميښت دَ پاره ووئيل، ګنى هسے عيسىٰ ته دا معلُومه وه چه هغه به څۀ کوى.

٧ فيليپوس ورته جواب ورکړو چه ”په دوؤ سوو دينارو به هم دومره ډوډئ ونۀ شى چه دَ دے خلقو لږه لږه ورسى.“

٨ دَ هغۀ په مُريدانو کښے يو مُريد اندرياس چه دَ شمعُون پطروس ورور وو، هغۀ ته ئے ووئيل چه ٩ ”دلته يو هلک دے. دَ هغۀ سره دَ اوربشو پينځۀ ډوډئ اَؤ دوه کبان شته، خو هغه به دَ دے دومره خلقو دَ پاره څۀ وى؟“

١٠ عيسىٰ ووئيل، ”دا خلق کښينوئ.“ هلته ښه ډير واښۀ وُو، نو سړى چه خوا اَؤ شا پينځۀ زره وُو، کښيناستل. ١١ بيا عيسىٰ ډوډئ واخستے، شکر ئے وکړو اَؤ هغه ئے په هغه ناستو خلقو وويشلے اَؤ هم دغه رنګ عمل ئے دَ کبانو سره وکړو اَؤ هغوئ په مړه ګيډه وخوړل. ١٢ کله چه ټولو ښۀ په مړه خيټه خوراک وکړو نو هغۀ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ”دا پاتے شوے ټُکړے راټولے کړئ دَ دے دَ پاره چه هيڅ هم درنه ضائع نۀ شى.“ ١٣ هغوئ داسے وکړل اَؤ دَ هغه پنځو ډوډو دَ خوړلو نه پس دومره ټُکړے پاتے شوے چه دولس ټوکرئ ترے ډکے شوے.

١٤ کله چه خلقو دَ عيسىٰ دا مُعجزه وليده نو دا خبره خوره شوه چه په رښتيا دا به هم هغه نبى وى دَ کُوم دَ راتلو زيرے چه شوے وو. ١٥ عيسىٰ چه دَ دے نه خبر شو چه هغوئ دَ هغۀ دَ نيولو اَؤ خپل بادشاه جوړولو په اِراده دَ راتلو نيت لرى نو هغه بيرته غرۀ ته ستُون شو.

١٦ چه شپه خوره شوه نو دَ عيسىٰ مُريدان دَ درياب غاړے ته لاړل، ١٧ په خپله کِشتئ کښے کښيناستل اَؤ کفرنحُوم ته دَ پورے وتو په نيت ئے خپله کِشتئ ټيل وهله. تيارۀ بيا خوره شوے وه اَؤ عيسىٰ لا ورسره يو ځائے شوے نۀ وو. ١٨ په دے دوران کښے تيزه سيلئ چليده اَؤ درياب چپے چپے وو. ١٩ کله چه هغوئ درے څلور ميله کِشتئ وچلوله نو هغوئ عيسىٰ په اوبو باندے روان وليدو چه دَ کِشتئ په لور را نزدے کيږى. هغوئ ويرے واخستل، ٢٠ خو عيسىٰ آواز ورکړو، ”ويريږئ مه، دا زَۀ يم.“ ٢١ نو بيا هغوئ دے ته تيار شُو چه هغه کِشتئ ته پريږدى اَؤ سمدستى کِشتئ هغه غاړے ته ورسيده چرته چه دَ دوئ دَ تلو نيت وو.

٢٢ بل سحر هغه ګڼه دَ درياب په بله غاړه ولاړه وه اَؤ هغوئ هلته صرف يوه کِشتئ کتلے وه اَؤ دَ دے نه خبر وُو چه عيسىٰ دَ خپلو مُريدانو سره کِشتئ ته نۀ وو ختلے، څوک چه دَ هغۀ نه بغير لرے لاړل. ٢٣ بهر حال دَ تيبرياس نه نورے کِشتئ دے غاړے ته هغه ځائے ته نزدے راغلے چرته چه خلقو هغه ډوډئ خوړلے وه، په کُومه چه مالِک شکر ويستلے وو. ٢٤ کله چه خلقو وکتل چه هلته نۀ خو عيسىٰ وو اَؤ نۀ ئے مُريدان وُو نو هغوئ په خپله په کشتو کښے سوارۀ شول اَؤ دَ عيسىٰ په تلاش کښے کفرنحُوم ته روان شول.

٢٥ هغوئ په بله غاړه عيسىٰ وليدو اَؤ هغوئ عيسىٰ ته ووئيل، ”مالِکه! تۀ دلته کله راغلے؟“

٢٦ عيسىٰ جواب ورکړو، ”رښتيا خو دا دى چه زَۀ په دے خبر يم چه تاسو زما په تلاش کښے ځکه نۀ ئے راغلى چه تاسو نخښے وکتلے بلکه ځکه چه تاسو ډوډئ وخوړه اَؤ لوږه مو ما ته شوه. ٢٧ تاسو خوارى وکړئ، نۀ صرف دَ دے فانى ډوډئ دَ پاره بلکه دَ هغے ډوډئ دَ پاره چه دَ تل تر ژوندُون پورے پاتے کيږى. اَؤ اِبن آدم به تاسو ته دا ډوډئ درکړى ځکه چه هم په هغۀ باندے پلار يعنے خُدائے په خپله دَ اِختيارمند کيدو مُهر لګولے دے.“

٢٨ بيا هغوئ هغۀ ته ووئيل چه ”مُونږ ته څۀ کول په کار دى چه دَ خُدائے کار وکړو؟“

٢٩ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”دَ خُدائے کار دا دے چه په هغه چا ايمان راؤړى چه هغه ئے را استولے دے.“

٣٠ هغوئ ووئيل، ”تۀ مُونږ ته کُومه مُعجزه ښکاره کولے شے چه مُونږ په تا ايمان راؤړو؟ تۀ به څۀ وکړے؟ ٣١ لکه چه صحيفے وائى چه زمُونږ پلارُونو نيکُونو په صحرا کښے من خوړلو، هغۀ هغوئ له دَ آسمان نه خوراک ورکوو.“

٣٢ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه دا رښتيا نۀ دى چه مُوسىٰ تاسو ته دَ آسمان نه رښتينے ډوډئ درکوله بلکه دا رښتيا دى چه زما پلار تاسو ته دَ آسمان نه ډوډئ درکوى. ٣٣ کُومه ډوډئ چه خُدائے درکوى هغه دَ آسمان نه راکُوزيږى اَؤ دُنيا له ژوندُون ورکوى.“

٣٤ هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”مالِکه! مُونږ ته دغه ډوډئ اوس اَؤ هميشه راکوه.“

٣٥ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”زَۀ دَ ژوندون ډوډئ يم. څوک چه ما له راځى هغه به هيڅکله نۀ وږے کيږى اَؤ څوک چه په ما ايمان راؤړى هغه به هيڅکله نۀ تږى کيږى. ٣٦ خو څنګه چه ما ووئيل چه تاسو زَۀ ليدلے يم خو ايمان راباندے نۀ راؤړئ. ٣٧ هر څۀ چه زما پلار ما ته راکوى هغه به ما له راځى اَؤ څوک چه ما له راځى هغه به زَۀ هيڅ کله ونۀ شړم.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org