موندل

اتلسم سبق

کفاره: عيسىٰ مسيح رنځورانو له شفا ورکړه اؤ ګناهونه يې وبخښل

د لوقا کتاب ٥: ١٧ – ٢٦

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١٧ يوه ورځ عيسىٰ تعليم ور کاوو اَؤ فريسيان اَؤ دَ شرعے عالمان ورته هم ناست وُو چه دَ ګليل، دَ يهوديه اَؤ دَ بيتُ المُقدس دَ هر کلى نه راغلى وُو، اَؤ دَ خلقو دَ روغولو دَ رب قوت دَ هغۀ سره وو. ١٨ يو څو تنو يو شل سړے په کټ راؤړو. هغوئ کوشش وکړو چه هغه وردننه کړى اَؤ دَ عيسىٰ په مخکښے ئے کيږدى. ١٩ خو ګڼه دومره زياته وه چه هيڅ لاره ئے ونۀ مُونده. نو هغوئ پاس وختل اَؤ دَ چت دَ پاسه نه ئے په برګه کښے سُورے وکړو اَؤ په بانګئ کښے راښکته کړو اَؤ دَ خلقو په مينځ کښے ئے دَ عيسىٰ په مخ کښے کيښودو. ٢٠ هر کله چه عيسىٰ دَ هغوئ ايمان وليدو نو وئے وئيل، ”سړيه! تا ته ستا ګُناهُونه معاف شول.“

٢١ نو دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو يو بل ته ووئيل چه ”دا څوک دے چه کُفر غروى؟ دَ خُدائے نه بغير لا بل څوک هم ګُناهونه معاف کولے شى؟“

٢٢ خو عيسىٰ په دے پوهه وو چه دوئ څۀ خيال کوى نو جواب ئے ورکړو چه ”تاسو په خپلو زړُونو کښے داسے خيالُونه ولے کوئ؟ ٢٣ آيا دا آسانه ده چه څوک ووائى چه ستا ګُناهُونه معاف شُو اَؤ که دا چه پاڅه اَؤ وګرزه؟ ٢٤ خو دا دَ دے دَ پاره چه تاسو ته معلُومه شى چه اِبن آدم په مزکه دَ ګُناهُونو معاف کولو اِختيار لرى.“ هغۀ شل سړى ته مخ ور واړَوو اَؤ وئے وئيل چه ”زَۀ تا ته دا وايم چه ودريږه، خپل کټ واخله اَؤ کورته ځه.“

٢٥ اَؤ هغه دَ هغوئ په وړاندے سمدستى پاڅيدو اَؤ هغه کټ چه دَئے پرے پروت وو، ئے واخستو اَؤ کور پلو روان شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. ٢٦ هغوئ ټول سخت حيران شول اَؤ دَ خُدائ ثنا ئے ووئيله اَؤ ويرے واخستل اَؤ وئے وئيل چه ”نن مُونږ څۀ عجيبه کارُونه وليدل!“

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org