لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
١ مالِک خُدائ، خُدائ پاک چې څومره ځناور پېدا کړى وُو مار په کښې د ټولو نه چالاک وو. مار د ښځې نه تپوس وکړو، ”دا رښتيا دى څۀ چې تاسو ته خُدائ پاک وئيلى دى چې د باغ د هرې يوې ونې مېوه مۀ خورئ؟“ ٢ ښځې جواب ورکړو، ”مونږ ته په باغ کښې د هرې ونې نه د مېوې خوړلو اِجازت شته، ٣ خو بغېر د هغه ونې نه چې د باغ په مينځ کښې ده. خُدائ پاک مونږ ته وئيلى دى چې د هغې ونې مېوه ونۀ خورئ او نۀ چې لاس وروړئ، که لاس مو وروړو، نو تاسو به مړۀ شئ.“ ٤ مار جواب ورکړو، ”تاسو به يقناً نۀ مرئ. ٥ خُدائ پاک دا ځکه وئيلى دى، چې هغۀ ته پته ده که تاسو د دې مېوه وخوړه نو ستاسو سترګې به وغړېږى، د خُدائ پاک په شان به شئ او په ښۀ او بد به پوهه شئ.“ ٦ چې ښځې ونه وليده نو په زړۀ کښې يې راغلل چې دا ونه دومره ښُکلې ده، مېوه به يې څومره خوَږه وى او څومره مزه به وکړى چې هوښيار شو. نو لږه مېوه يې ترې وشوکوله او وې خوړله. بيا يې لږه ترې نه خاوند له هم ورکړه ځکه چې هغه ورسره وو او هغۀ هم وخوړله. ٧ چې دا يې څنګه وخوړه، نو د دوئ سترګې وغړېدلې او پته ورته ولګېده چې دوئ خو بربنډ دى، نو دوئ د اينځر پاڼې وګنډلې او ځانونه يې پرې پټ کړل. ٨ د ماښامى په نرئ نرئ هوا کښې دوئ د مالِک خُدائ، خُدائ پاک د تلو آواز واورېدو، نو دوئ په ونو کښې پټ شول. ٩ خو مالِک خُدائ، خُدائ پاک آدم له آواز ورکړو، ”تۀ چرته يې؟“ ١٠ هغۀ ورته ووئيل، ”ما په باغ کښې ستا د تلو آواز واورېدو، زۀ ويرېدم او ستا نه پټ شوم، ځکه چې بربنډ وم.“ ١١ نو خُدائ پاک ترې تپوس وکړو، ”تا ته چا ووئيل چې تۀ بربنډ يې؟ تا هغه مېوه وخوړه څۀ چې د کومې نه ما منع کړے وې؟“ ١٢ آدم جواب ورکړو، ”کومه ښځه چې تا زما سره کړې ده هغې ما له هغه مېوه راکړه، نو ما وخوړه.“ ١٣ نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک د ښځې نه تپوس وکړو، ”تا ولې داسې وکړل؟“ هغې ورته ووئيل، ”زۀ خو مار دوکه کړم او ما وخوړله.“
١٤ بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک مار ته ووئيل، ”د دې کار په وجه به ستا دا سزا وى، په ټولو ځناورو کښې به صِرف تۀ لعنتى شې: د اوس نه به په خېټه تلل کوې او چې تر څو ژوندې يې خاورې به خورې. ١٥ زۀ به ستا او د ښځې په مينځ کښې دشمنى پېدا کړم، د هغې او ستا اولاد به همېشه دشمنان وى. هغه به ستا سر چخڼى کوى او تۀ به هغه په پونده چيچې.“ ١٦ او هغۀ ښځې ته ووئيل، ”زۀ به ستا د اُميدوارۍ تکليف او د ماشوم د زېږېدو درد زيات کړم. خو د دې باوجود، ستا شوق به خپل خاوند ته وى او هغه به په تا اِختيار لرى.“ ١٧ او هغۀ آدم ته ووئيل، ”تا د ښځې خبره ومنله او هغه مېوه دې وخوړه چې د کومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک دپاره به تۀ ټول عُمر په دې زمکه سخته خوارى کوې. ١٨ دا به آزغى او مرکُونډۍ زرغونوى او تۀ به ځنګلى بو ټى خورې. ١٩ سخت محنت به کوې، خولې به درنه بهېږى او روټۍ به خورې، تر دې چې د خاورو سره خاورې شې چې د څۀ نه جوړ شوے يې. تۀ د خاورې نه جوړ وې او بيا به خاورو له ورځې.“ ٢٠ آدم په خپله ښځه حوا نوم کېښودو، ځکه چې هغه د ټولو بنيادمو مور وه. ٢١ نو مالِک خُدائ د آدم او د هغۀ د ښځې دپاره د ځناورو د څرمنې نه جامې جوړې کړې او ور وايې غوستې.
٢٢ بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک ووئيل، ”بنى آدم زمونږ په شان شوے دے او د ښۀ او بد پوهه لرى. هسې نه چې خپل لاس اُوږد کړى او د ژوند ورکوُونکى ونې نه هم مېوه وخورى، نو همېشه به ژوندې پاتې شى.“ ٢٣ نو مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه د عدن باغ نه وشړلو او د هغه زمکې کَرلو رېبلو ته يې ولېږلو چې د کومې د خاورې نه جوړ وو. ٢٤ آدم يې بهر کړو او د باغ نَمرخاتۀ طرف ته يې د وزرو والا مخلوق او يوه اور لرونکې تُوره ودروله چې هر طرف ته به تاوېده، چې د ژوند د ونې د لارې حِفاظت وکړى.
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ
Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org