لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ
١ کله چې بنى آدم په ټوله دنيا کښې خوارۀ شول، نو د دوئ لوڼه پېدا کېدې، ٢ نو څۀ آسمانى مخلوق دا ښائسته پېغلې ولېدې، د خوښې پېغلې يې ترې بوتلې او ښځې يې کړې. ٣ بيا مالِک خُدائ ووئيل، ”زۀ به بنى آدم نۀ پرېږدم چې هغوئ دې همېشه دپاره ژوندى وى، دا فانى مخلوق دے. د نن نه پس به دوئ د شپږ شلو کالو نه زيات ژوندى نۀ وى.“ ٤ په هغه ورځو کښې او هم داسې وروستو، په زمکه دېوان وُو چې هغوئ د بنيادمو د ښځو او د آسمانى مخلوق بچى وُو. هغوئ د هغه وخت تکړه او مشهُور خلق وُو. ٥ چې کله مالِک خُدائ وکتل چې هر يو کس په دنيا کښې بدعمله وو او هر وخت د دوئ خيالونه بد وُو، ٦ نو هغه په خپلو کړو پښېمانه شو چې دوئ يې پېدا کړل او په زمکه يې آباد کړل. هغه ډېر پښېمانه وو ٧ نو هغۀ ووئيل، ”زۀ به دا خلق چې ما پېدا کړى دى د زمکې د مخ نه لرې کړم او ورسره ځناور او مارغان هم، ځکه چې زۀ ډېر پښېمانه يم چې ما دوئ پېدا کړل.“ ٨ خو مالِک خُدائ د نوح نه رضا وو.
٩-١٠ دا د نوح قيصه ده. د هغۀ درې زامن وُو، شيم، حام او يافت. نوح هيڅ غلطى نۀ وه کړې او د خُدائ پاک په ټول مخلوق کښې هغه يک يو نېک او صادق سړے وو. هغۀ د خُدائ پاک سره ملګرتيا لرله، ١١ خو نور ټول خلق د خُدائ پاک د سيدها لارې نه لرى وُو او هر طرف ته زور او ظلم وو. ١٢ خُدائ پاک چې دنيا وکتله نو د خلقو د بدعملۍ نه ډکه وه، ځکه چې خلق د سيدها لارې نه لرې وُو. ١٣ خُدائ پاک نوح ته ووئيل، ”ما د ټولو بنيادمو د ختمولو فېصله کړې ده. زۀ به دوئ ټول تباه کړم، ځکه چې دُنيا د دوئ د بدعملۍ نه ډکه ده. ١٤ د ځان دپاره د ښۀ لرګى نه يوه لويه کشتۍ جوړه کړه، کوټې په کښې جوړې کړه او دننه او بهر يې په تارکولو لېوه کړه. ١٥ دا کشتۍ يو سل پينځۀ څلوېښت ګزه اُوږده، څليريشت ګزه پلنه او څوارلس ګزه اُوچته جوړه کړه. ١٦ کشتۍ له چت هم جوړ کړه او چت يې د سر نه اوولس اِنچې په ترڅ جوړ کړه. دا درې چتيزه جوړه کړه او يو طرف ته دروازه هم په کښې پرېږده. ١٧ ګوره! زۀ به يو سېلاب راولم چې په زمکه ټول مخلوق تباه شى. هر ساه لرونکے څيز به مړ شى، ١٨ خو زۀ تا سره لوظ کوم، د خپلې ښځې سره کشتۍ ته وخېژه، خپل زامن او د هغوئ ښځې هم وخېژوه. ١٩-٢٠ د هر قِسم ځناورو او مارغانو نه يو نر او يوه ښځه هم کشتۍ ته وخېژوه، چې د دوئ نسل باقى پاتې شى. ٢١ د ځان او دوئ دپاره هر قِسم خوراک راجمع کړه،“ ٢٢ نو نوح هم هغه شان وکړل چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو.
١ بيا مالِک خُدائ نوح ته ووئيل، ”د خپل ټول بال بچ سره کشتۍ ته وخېژه، ما ته پته ده چې يواځې تۀ په ټوله دنيا کښې هغه صادق سړے يې چې ښۀ عمل کوې. ٢ د هر قِسم حلال ځناورو نه اووۀ جوړې واخله، خو د هر قِسم حرام ځناورو نه صِرف يوه يوه جوړه واخله. ٣ او هر قِسم مارغانو نه هم اووۀ جوړې واخله، د دې دپاره چې هر قِسم ځناور او مارغان په مخ د زمکې ژوندى پاتې شى. ٤ د نن نه اووۀ ورځې پس به زۀ باران راولم چې څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې به ورېږى، د دې دپاره چې ټول ژوندى د زمکې د مخ نه ورک شى.“ ٥ نو نوح هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ ورته حُکم ورکړے وو. ٦ نوح د شپږو سوو کالو وو چې په زمکه سېلاب راغلو. ٧ نو په هغه وخت نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ زامن او د هغوئ ښځې کشتۍ ته وختل چې د سېلاب نه ځان بچ کړى، ٨ د هر قِسم ځناورو او مارغانو نه يو نر او يوه ښځه، حلال او حرام ټول، ٩ نوح کشتۍ ته وخېژول، لکه چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. ١٠ اووۀ ورځې پس سېلاب راغلو. ١١ چې کله نوح د شپږو سوو کالو وو، نو د دويمې مياشتې په اوولسمه ورځ د زمکې لاندې د بېشمېره چينو خولې راخلاصې شوې او د آسمان ټولې طوفانى دروازې راخلاصې شوې، ١٢ او په زمکه څلوېښت ورځې او شپې باران وشو. ١٣ هم په هغه ورځ نوح او د هغۀ ښځه، د هغۀ درې زامن، شيم، حام او يافت او د هغوئ ښځې ټول کشتۍ ته وختل. ١٤ د دوئ سره هر قِسم څاروى او ځنګلى ځناور، واړۀ او غټ او هر قِسم مارغان هم وُو. ١٥ د هر قِسم ژوندى څيزُونو جوړې د نوح سره کشتۍ ته وختلې، ١٦ چې څنګه خُدائ پاک حُکم ورکړے وو. بيا مالِک خُدائ په نوح پسې دروازه بند کړه. ١٧ څلوېښت ورځې په زمکه سېلاب وو، اوبۀ ډېرې زياتې شوې او کشتۍ يې اُوچته کړه. ١٨ اوبۀ زياتې شوې او کشتۍ د اوبو دپاسه ګرځېدله. ١٩ اوبۀ دومره زياتې شوې چې لوړ لوړ غرونه يې پټ کړل، ٢٠ اوبۀ دومره وختلې چې تقريباً د غرونو د سرونو نه اتۀ ګزه اُوچتې شوې. ٢١ په زمکه هر ژوندې څيز مړ شو، ټول مارغان، ځناور او ټول بنى آدم. ٢٢ په زمکه هر ژوندې مخلوق مړ شو. ٢٣ مالِک خُدائ هر ژوندې څيز د زمکې د مخ نه ورک کړو. بنى آدم، ځناور او مارغان. خو صِرف نوح او هغه ژوندى څيزُونه چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وُو ژوندى پاتې شول. ٢٤ او اوبۀ د يو نيم سل ورځو پورې نۀ کمېدلې.
١ نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې. ٢ د زمکې لاندې د چينو خولې او د آسمان طوفانى دروازې بند شوې. باران ودرېدو، ٣ او اوبۀ ورو ورو په يو نيم سل ورځو کښې کمې شوې. ٤ د اوومې مياشتې په اوولسمه ورځ کشتۍ د اراراط په علاقه کښې په يو غرۀ ودرېده. ٥ اوبۀ کمېدې او د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ د غرونو څُوکې راڅرګندې شوې. ٦ څلوېښت ورځې پس نوح د کشتۍ کړکۍ کولاو کړه ٧ او يو کارغۀ يې والوځولو. هغه واپس رانۀ غلو، خو په هوا کښې تر هغې پورې اخوا دېخوا ګرځېدو چې د زمکې نه اوبۀ اوچې شوې. ٨ په دې دوران کښې، نوح ګوګوشتکه والوځوله چې وګورى چې اوبۀ ختمې دى که نه، ٩ خو اوبو تر اوسه پورې زمکه پټه کړې وه او ګوګوشتکې د پښو لګولو ځائ پېدا نۀ کړو. نو واپس راغله او نوح لاس بهر کړو او ځان سره يې کشتۍ کښې کښېنوله. ١٠ د اووۀ ورځو اِنتظار نه پس هغۀ بيا ګوګوشتکه والوځوله. ١١ او په ماښامى کښې هغۀ ته واپس راغله او په مخُوکه کښې يې شنه د زيتُونو پاڼه نيولې وه. نو نوح ته پته ولګېده چې اوبۀ کمې شوې دى. ١٢ هغۀ بيا نور اووۀ ورځې اِنتظار وکړو او يو ځل بيا يې ګوګوشتکه والوځوله، خو دا ځل واپس رانۀ غله. ١٣ چې کله نوح د شپږ سوه او د يو کال شو، نو د وړومبۍ مياشتې په وړومبۍ ورځ، اوبۀ اوچې شوې. نوح د کشتۍ د چت يوه حِصه کولاو کړه، نظر يې واچولو او چې يې وکتل نو زمکه په اوچېدو وه. ١٤ د دويمې مياشتې په اوويشتمه ورځ زمکه بېخى اوچه وه. ١٥ نو خُدائ پاک نوح ته ووئيل چې، ١٦ ”د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه بهر لاړ شه. ١٧ ټول مارغان او ځناور هم د ځان سره کُوز کړه، چې نور بچى پېدا کړى او په ټوله زمکه باندې خوارۀ شى.“ ١٨ نو نوح د خپلې ښځې، خپلو زامنو او د دوئ د ښځو سره د کشتۍ نه کُوز شو. ١٩ ټول ځناور او مارغان په خپله خپله ډله کښې د کشتۍ نه ووتل.
٢٠ نوح يوه قربانګاه جوړه کړه چې مالِک خُدائ ته قربانى پيش کړى، هغۀ د هر قِسم حلالو ځناورو او مارغانو نه يو يو واخستو، حلال يې کړل، په قربانګاه کښې يې وسوزول او د خُدائ پاک په حضُور کښې يې پېش کړل. ٢١ د قربانۍ په خوشبو مالِک خُدائ رضا شو او خپل ځان سره يې ووئيل، ”د بنى آدم د عمل په وجه به بيا زۀ هيڅ کله زمکه نۀ لعنتى کوم، ما ته پته ده چې د ماشوموالى نه د دوئ خيالونه خراب وى. بيا به ټول مخلوق تباه نۀ کړم، لکه چې دا ځل مې تباه کړى دى. ٢٢ چې تر کومې پورې دنيا موجوده وى، کَرل او رېبل به وى، يخنى او ګرمى به وى، اوړے او ژمے به وى، شپه او ورځ به وى د دنيا تر آخره پورې به وى.“
١ خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو له برکت ورکړو او وې وئيل، ”آباد شئ او ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دُنيا کښې اوسېږى. ٢ ټول ځناور، مارغان او کبان به ستاسو نه يريږى، دا ټول ستاسو د اِختيار لاندې دى. ٣ اوس دا ځناور تاسو خوړلے شئ او داسې شنۀ بو ټى هم، دا ټول ستاسو د خوراک دپاره دى. ٤ خو چې په کومه غوښه کښې وينه وى هغه به نۀ خورئ، دا ستاسو دپاره منع ده ځکه چې په وينه کښې ژوندون دے. ٥ که څوک بل کس قتلوى، زۀ به ورسره حِساب کوم. که يو ځناور بنى آدم ووژنى نو سزا به يې مرګ وى. ٦ ځکه چې خُدائ پاک د خپل ځان په شان بنى آدم جوړ کړے دے. که څوک د بنى آدم وينه تويَوى، په بدل کښې به د هغۀ وينه توئ شى، ٧ ډېر بچى پېدا کړئ، نو ستاسو اولاد به په ټوله دنيا کښې اوسېږى.“ ٨ خُدائ پاک نوح او د هغۀ زامنو ته ووئيل چې، ٩ ”ګورئ! اوس زۀ تاسو او ستاسو د اولاد سره دا لوظ کوم، ١٠ هم داسې د هر ژوندى څيز، د ټولو مارغانو، ځناورو او هر هغه څيز سره چې ستاسو سره د کشتۍ نه رابهر شوى وُو. ١١ زۀ تاسو سره د دې خبرې لوظ کوم چې بيا به هيڅ کله هم ټول ژوندى مخلوقات په سېلاب نۀ غرقېږى، بيا به په سېلاب دنيا نۀ تباه کېږى. ١٢ دا نښه به نۀ ختمېدونکے لوظ وى کوم چې زۀ ستا او د ټولو ژوندو څيزُونو سره کوم، ١٣ زۀ به په آسمان کښې د بوډۍ ټال جوړوم. دا به زما د دُنيا سره د لوظ نښه وى. ١٤ چې کله هم زۀ په زمکه وريځې راولم او چې د بوډۍ ټال په وريځو کښې راڅرګندېږى، ١٥ نو ما ته به خپل لوظ رايادېږى چې سېلاب به بيا هيڅ کله ټول ژوندى څيزُونه نۀ تباه کوى. ١٦ چې کله په وريځو کښې د بوډۍ ټال څرګند شى، زۀ به ورته ګورم او هغه نۀ ختمېدونکے لوظ به رايادوم کوم چې ما د زمکې د ټولو ژوندو څيزُونو سره کړے دے. ١٧ دا زما د هغه لوظ نښه ده کوم چې زۀ د دنيا د ټولو ژوندو مخلوقاتو سره کوم.“
قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.
کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ
Dari Bible
As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org