موندل

پنځم سبق

کفاره: ابراهيم سره دَ الله پاک وعده

د پيدايښت کتاب ١٢: ١ – ٨، ١٥: ١ – ٦

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ په يو وخت کښې مالِک خُدائ ابرام ته ووئيل، ”خپل وطن، د پلار کور او خپل خپلوان پرېږده او هغه مُلک ته لارشه چې زۀ يې درته ښايم. ٢ زۀ به تا له ډېر اولاد درکړم او هغوئ به يو لوئ قوم شى. زۀ به تا له برکت درکړم او عزتمند به دې کړم، نو ستا په وجه به نورو ته برکت ملاوېږى. ٣ زۀ به هغوئ له برکت ورکوم چې څوک ستا دپاره برکت غواړى. خو زۀ به په هغوئ لعنت وايم چې څوک په تا لعنت وائى. او ستا په وسيله به زۀ د دنيا ټولو قومونو له برکت ورکړم.“ ٤ چې کله ابرام د پينځو اوياو کالو وو، نو هغه د حاران نه روان شو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ورته وئيلى وُو، او لوط هم ورسره لاړو. ٥ ابرام خپله ښځه سارۍ، او خپل ورارۀ لوط هم د ځان سره روان کړل او په حاران کښې چې څومره مال او نوکران يې جمع کړى وُو هغه ټول يې ځان سره کړل او کنعان ته روان شول. چې کله هغوئ کنعان ته ورسېدل، ٦ ابرام په دې مُلک کښې سفر کولو چې شِکم ته نزدې، د موره پاکې ونې زيارت له راغلو. (په هغه وخت کښې کنعانيان لا په دې مُلک کښې اوسېدل.) ٧ نو مالِک خُدائ ابرام ته څرګند شو او هغۀ ته يې ووئيل، ”دا هغه مُلک دے چې زۀ يې ستا اولاد له ورکوم.“ بيا ابرام هلته مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، چرته چې ورته راڅرګند شوے وو. ٨ د دې نه پس، هغۀ د بيت‌اېل ښار نَمرخاتۀ طرف ته د غرونو مُلک ته کَډه يوړه او هغۀ په هغه ځائ کښې چې نمر پرېواتۀ طرف ته بيت‌اېل او نَمرخاتۀ ته عى دے په مينځ کښې خېمه ولګوله. هلته يې هم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او د مالِک خُدائ نوم يې پرې واخستو.

١ څۀ موده پس، ابرام خوب وليدلو چې مالِک خُدائ ورته وائى، ”ابرامه! يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“ ٢ خو ابرام جواب ورکړو، ”مالِکه، مالِکه خُدايه! ستا اِنعام به ما له څۀ فائده راکړى، زما خو بچى هم نشته؟ او صِرف د دمشق اِلعازر زما وارث دے. ٣ ګوره! تا ما له اولاد نۀ دے راکړے او زما غلام به زما ميراث اخلى.“ ٤ نو د مالِک خُدائ کلام يو ځل بيا هغۀ ته راغلو چې، ”ستا غلام اِلعازر به ستا ميراث نۀ اخلى، ستا خپل زوئ به ستا وارث وى.“ ٥ مالِک خُدائ هغه بهر بوتلو او ورته يې ووئيل، ”آسمان ته وګوره! که تۀ د آسمان ستورى شمېرلے شې نو وې شمېره، ستا اولاد به د ستورو په شان ډېر وى.“ ٦ اِبرام په مالِک خُدائ ايمان راوړو او دا د هغۀ دپاره په صداقت حساب شو.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org