موندل

شپږم سبق

کفاره: دَ ابراهيم خپل زوئ قربانى کول

د پيدايښت کتاب ٢٢: ١ – ١٩

ړومبے قدم: قيصه لوستل

لاندې ورکړے شوې حواله ولولئ يا واؤرئ

x1.0

١ څۀ موده وروستو خُدائ پاک د اِبراهيم اِمتحان واخستو، هغۀ ته يې ووئيل، ”اِبراهيمه!“ نو اِبراهيم جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“ ٢ خُدائ پاک ورته ووئيل، ”خپل زوئ روان کړه، خپل يک يو زوئ اِسحاق، د کوم سره چې تۀ ډېره مينه کوې او د مورياه مُلک ته لاړ شه. هلته په يو غر باندې چې زۀ به يې درته ښايم، هغه ما ته د قربانۍ په توګه پېش کړه.“ ٣ نو اِبراهيم سحر وختى پاڅېدو، خپل خر يې کته کړو او خپل دوه ځوانان سړى او اِسحاق يې ځان سره روان کړل، هغۀ د سوزېدونکې قربانۍ دپاره لرګى پرې کړل او روان شو او هغه ځائ ته لاړو کوم چې خُدائ پاک ورته ښودلے وو. ٤ په دريمه ورځ چې اِبراهيم وکتل نو د لرې نه يې هغه ځائ وليدو. ٥ نو هغۀ نوکرانو ته ووئيل، ”دلته د خرۀ سره ايسار شئ. دا هلک او زۀ به هلته لاړ شو او مونږ به عِبادت وکړُو او واپس به تاسو له راشو.“ ٦ اِبراهيم په اِسحاق د قربانۍ لرګى يوړل او په خپله يې يوه چاړۀ او ژوندى سکارۀ د اور بلولو دپاره يوړل. چې کله دوئ مزل کولو، ٧ نو اِسحاق ووئيل، ”پلاره!“ هغۀ جواب ورکړو، ”او! زما زويه؟“ اِسحاق ترې تپوس وکړو، ”ما ته پته ده چې تا سره سکارۀ او لرګى شته، خو د قربانۍ دپاره ګډُورے چرته دے؟“ ٨ اِبراهيم جواب ورکړو، ”زما زويه، خُدائ پاک به په خپله د يو ګډ بندوبست وکړى.“ او دوئ دواړه روان وُو. ٩ کله چې هغه ځائ ته ورسېدل کوم چې ورته خُدائ پاک ښودلے وو، اِبراهيم يوه قربان‌ګاه جوړه کړه او لرګى يې پرې سم کېښودل. هغۀ خپل زوئ وتړلو او په قربان‌ګاه کښې يې د لرګو دپاسه کېښودو. ١٠ بيا اِبراهيم د خپل زوئ حلالولو دپاره چاړۀ راواخستله. ١١ خو ناڅاپه د مالِک خُدائ فرِښتې د آسمان نه هغۀ ته آواز وکړو، ”اِبراهيمه، اِبراهيمه!“ هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ حاضر يم.“ ١٢ فرِښتې ووئيل، ”هلک له چې هيڅ تکليف ورنۀ کړې او نۀ ورته څۀ ووايې. ما ته پته ده چې تۀ د خُدائ پاک نه يرېږې، ځکه چې تا هغۀ ته خپل يکى يو زوئ هم پېش کړو.“ ١٣ اِبراهيم څۀ ګورى چې يو ګډ د ښکرو نه په غنو کښې اِنښتے وو. هغه لاړو او را وې نيوو او د خپل زوئ په ځائ يې د سوزېدونکې قربانۍ په توګه پېش کړو. ١٤ اِبراهيم په هغه ځائ ”مالِک خُدائ بندوبست کوى“ نوم کېښودو. او تر ننه پورې خلق وائى، ”د مالِک خُدائ په غر به بندوبست کېږى.“ ١٥ د مالِک خُدائ فرِښتې په دويم ځل د آسمان نه اِبراهيم ته آواز وکړو چې، ١٦ ”مالِک خُدائ وائى چې زۀ مالِک خُدائ په خپل نوم قسم کوم چې زۀ به تا له ډېر زيات برکت درکړم. ځکه چې تا دا وکړل او خپل يکى يو زوئ دې هم زما نه بچ ونۀ ساتلو، ١٧ زۀ دا وعده کوم چې زۀ به تا ته په رښتيا په برکتُونو برکتُونه درکوم او ستا اولاد به ډير زياتوم لکه چې په آسمان کښې څومره ستورى دى او چې د سمندر په غاړه څومره شګې دى. ستا اولاد به خپلو دشمنانو له شکست ورکړى. ١٨ ټول قومونه به ستا د اولاد په وسيله برکت ومومى. ځکه چې تا زما حُکم ومنلو.“ ١٩ اِبراهيم خپلو نوکرانو ته واپس لاړو او دوئ په يو ځائ بيرسبع ته لاړل، چې چرته اِبراهيم اوسېدو.

دويم قدم: قيصه بيا کول

قيصه په خپلو ټکو کښې بيا وکړئ. تاسو په اوچت آواز سره هم دا وئيلے شئ، يا يې ليکلے هم شئ. کۀ چرې تاسو ته په ياده باندې قيصه نۀ يى ياده، نو دا يو ځل بيا ولولئ يا يې واؤرئ.

دريم قدم: په قيصه باندې پوهيدل

کله چې تاسو ته معلومه شى چې قيصه درته ياده شوه، نو بيا تاسو لږ وخت دَ پاره په دې ورکړے شوو سوالونو باندې سوچ اؤ خبرې کولے شئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Dari Bible

Dari Bible

As an Amazon Associate I earn from qualifying purchases

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses in Yousafzai Pashto. Copyright Pakistan Bible Society, © NT: 1996 and OT: 2017. Used by permission. Delivered in partnership with PashtoZeray.org