لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
4 یحیی داسې کالي اغوستل چې د اوښ د وړیو څخه جوړ شوي وو او د څرمنې کمربند به یې له ملا تړلو او ملخان او ځنګلي شات به یې خوراک ؤ. 5 خلک به د اورشلیم او ټولې یهودیې او د اردن سیند ته د نژدې سیمو څخه هغه ته راتلل. 6 هغوی به په خپلو ګناهونو اقرار کاوه او د اردن په سیند کې یې د یحیی په لاس د تعمید غسل اخیستلو.
7 خو کله چې یحیی ولیدل چې ډېر فریسیان او صدوقیان د تعمید غسل د اخیستلو دپاره راځي، نو هغوی ته یې وویل: «ای د مارانو بچیانو! تاسو ته چا خبرداری درکړی دی چې د راتلونکي غضب څخه وتښتئ؟ 8 نو بیا داسې کارونه وکړئ چې دا وښایي چې تاسو د ګناهونو نه توبه ویستلې ده. 9 د خپلو ځانونو سره داسې مه وایئ چې په مونږ به هېڅ هم نه کیږي، ځکه چې ابراهیم زمونږ نیکه دی. زه تاسو ته وایم چې خدای کولای شي د دې تیږو څخه هم ابراهیم ته اولادونه پیدا کړي. 10 همدا_اوس د ونو بېخونو ته تبر نیول شوی دی او هره ونه چې ښه مېوه نه نیسي هغه به ووهل شي او په اور کې به واچول شي. 11 زه تاسو ته د توبې ویستلو په خاطر په اوبو باندې د تعمید غسل درکوم، خو زما څخه وروسته چې څوک راروان دی، هغه زما څخه ډېر زورور دی. زه د هغه د څپلیو د راپورته کولو لایق هم نه یم. هغه به تاسو ته په روح القدس او اور د تعمید غسل درکړي. 12 هغه خپله ښاخۍ په لاس کې نیولې ده او په هغې باندې به خپل درمند پاکوي. غنم به په ګودام کې ټولوي، خو بوس به په هغه اور کې سوځوي چې هېڅکله نه مړ کیږي.»
32 بیا یحیی دا شاهدي ورکړه: «ما روح القدس ولیده چې د کوترې په شکل د اسمان نه رانازل شو او په هغه باندې کښېناست. 33 ما هغه نه پېژانده خو هغه چا چې زه یې راولېږلم چې د اوبو په وسیله د تعمید غسل ورکړم ماته ویلي وو: ‹هرکله چې ته ووینې چې په کوم چا باندې روح القدس نازل شي او په هغه باندې کښېني، نو پوه شه چې دا هماغه سړی دی چې د روح القدس په وسیله به د تعمید غسل ورکوي.› 34 ما ولیدل چې داسې وشول او شاهدي ورکوم چې هغه د خدای زوی دی.»
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org