لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
5 بیا شیطان هغه سپېڅلي ښار اورشلیم ته بوته او د خدای د کور په مناره باندې یې ودراوه
6 او ورته ویې ویل: «که ته د خدای زوی یې، نو خپل ځان ښکته وغورځوه، ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
هغه به ستا دپاره فرښتو ته حکم وکړي او هغوی به تا په خپلو لاسونو کې پورته کړي، ترڅو پښه دې په تیږه ونه لګیږي.»
7 عیسی ځواب ورکړ: «د خدای په کلام کې دا هم لیکل شوي دي:
خپل څښتن خدای مه ازمایئ.»
8 بیا شیطان هغه یو ډېر لوړ غره ته وخېژاوه او د نړۍ ټولې پاچاهۍ او د هغوی شان او شوکت یې ورته وښود
9 او ورته ویې ویل: «که ته ماته سجده وکړې او زما عبادت وکړې نو دا ټول به تاته درکړم.»
10 بیا عیسی هغه ته وویل: «ورک شه شیطانه! ځکه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي:
خپل څښتن خدای ته عبادت کوه او یوازې د هغه خدمت کوه.»
11 نو شیطان هغه پرېښود او فرښتې د هغه په خدمت کې حاضرې شوې.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org