موندل

پنځلسم لوست

کفاره: عیسی توفان ودروي

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

عیسی توفان ودروي

35 د هماغې ورځې په ماښام عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «راځئ چې د بحیرې بلې غاړې ته لاړ شو.» 36 نو هغوی خلک پرېښودل، شاګردانو عیسی په هماغې کشتۍ کې چې ناست ؤ د ځان سره بوته. نورو خلکو هم کشتۍ ونیولې او د هغوی سره روان شول. 37 ناڅاپه یو سخت توفان راغی او څپو کشتۍ داسې ووهله چې نژدې وه ډوبه شي. 38 په دې وخت کې عیسی د کشتۍ په اخر کې خپل سر په بالښت باندې ایښی ؤ او ویده شوی ؤ. شاګردانو هغه راویښ کړ او ورته ویې ویل: «استاذه! ستا سره زمونږ غم نشته؟ مونږ ډوبیږو!» 39 هغه راپاڅېد او باد ته یې امر وکړ: «ارام شه.» او څپو ته یې وویل: «ودرېږئ.» نو باد ودرېده او کراره کراري شوه. 40 بیا عیسی خپلو شاګردانو ته وویل: «تاسو ولې دومره وېرېږئ؟ ایا تاسو لا اوس هم ایمان نه لرئ؟» 41 هغوی سخت وېرېدلي وو او یو بل ته یې وویل: «دا لا څوک دی چې باد او څپې یې هم امر مني؟»

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org