لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
4 لکه څنګه چې خدای پاک حضرت ابرام ته فرمایلي وو هغه لاړ او حضرت لوط هم ورسره لاړ. حضرت ابرام د پنځه اویا کالو په عمر ؤ چې د حران څخه روان شو. 5 حضرت ابرام خپله ښځه سارای، خپل وراره حضرت لوط، خپل غلامان او هغه ټوله شتمني چې په حران کې یې پیدا کړې وه د ځان سره واخیستل او کنعان ته روان شول.
کله چې هلته ورسېدل، 6 حضرت ابرام په هغې خاوره کې ګرځېده ترڅو د موره مقدسې ونې ته ورسېده چې هغه په شکیم کې یو پاک ځای ؤ. (په هغه وخت کې په هغې خاورې کې کنعانیان اوسېدل.) 7 څښتن حضرت ابرام ته ښکاره شو او هغه ته یې وفرمایل: <دا هغه وطن دی چې زه غواړم هغه ستا اولادې ته ورکړم.> نو حضرت ابرام په هغه ځای کې چې څښتن ورته ورښکاره شوی ؤ د قربانۍ ځای جوړ کړ. 8 بیا یې هغې غرنۍ سیمې ته کډه وکړه چې د لمرپرېواته خوا څخه بیت_ئیل او د لمرخاته خوا څخه عای ته رسیږي. حضرت ابرام په هغه ځای کې خپلې خېمې ودرولې او هلته یې د قربانۍ ځای جوړ کړ او د څښتن عبادت یې وکړ.
2 حضرت ابرام وفرمایل: <ای څښتن تعالیٰ، ماته به څه راکړې ځکه چې زه بې_اولاده پاتې شوم. زما یوازینی وارث دمشقي الیعازر دی. 3 ماته دې اولادونه نه دي راکړي، نو زما د کورنۍ نوکر به زما میراث خور شي.>
4 څښتن په ځواب کې وفرمایل: <دا سړی به ستا میراث خور نه وي بلکه ستا خپل زوی چې په خپله ستا څخه به پیدا شي، ستا میراث خور وي.> 5 څښتن هغه دباندې وویست او ورته ویې فرمایل: <اسمان ته وګوره او هڅه وکړه چې ستوري وشمارې، نو ستا اولاده به د هغو په شان دومره زیاته وي.>
6 حضرت ابرام په څښتن باندې باور وکړ او په دې خاطر څښتن د هغه څخه خوشاله شو او هغه یې قبول کړ.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org