لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
2 خدای پاک وفرمایل: <خپل زوی اسحاق چې ستا یوازینی زوی دی او په تا باندې ډېر ګران دی واخله او د موریا سیمې ته لاړ شه او هغه په هغه غره باندې چې زه یې درته ښایم زما دپاره د سوزېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړه.>
3 حضرت ابراهیم سهار وختي پاڅېد، د سوزېدونکې نذرانې دپاره یې لرګي مات کړل او هغه یې په خره باندې بار کړل. خپل دوه نوکران او خپل زوی حضرت اسحاق یې د ځان سره واخیستل او هغه ځای ته روان شول چې خدای پاک ورته فرمایلي وو. 4 په دریمه ورځ حضرت ابراهیم هغه ځای د لېرې څخه ولید. 5 بیا هغه خپلو نوکرانو ته وفرمایل: <تاسو دلته د خره سره پاتې شئ، زه او هلک به هلته سره لاړ شو. مونږ به هلته عبادت وکړو او بېرته به بیا تاسو ته راشو.>
6 حضرت ابراهیم د قربانۍ لرګي خپل زوی ته په اوږو باندې کېښودل او خپله یې چاقو او اور واخیستل او دواړه یوځای سره روان شول. 7 حضرت اسحاق خپل پلار ته وویل: <ای پلاره!>
هغه ځواب ورکړ: <وایه زما زویه!>
هغه وویل: <زه پوهېږم چې ستا سره اور او لرګي شته، مګر د سوزېدونکې نذرانې دپاره وری چېرته دی؟>
8 حضرت ابراهیم ځواب ورکړ: <ای زما زویه، خدای پاک به په خپله د سوزېدونکې نذرانې دپاره وری پیدا کړي.> او دواړه یوځای سره روان شول.
9 کله چې هغه ځای ته چې خدای پاک ورته فرمایلي وو ورسېدل، حضرت ابراهیم هلته د قربانۍ ځای جوړ کړ او په هغه باندې یې لرګي په ترتیب سره کېښودل. هغه خپل زوی حضرت اسحاق وتاړه او د لرګیو د پاسه یې کېښود. 10 بیا هغه چاقو راواخیست چې خپل زوی حلال کړي. 11 مګر د څښتن فرښتې د اسمان څخه هغه ته غږ وکړ: <ای ابراهیمه، ای ابراهیمه!>
هغه ځواب ورکړ: <زه حاضر یم.>
12 هغه وفرمایل: <هلک ژوبل نه کړې او په هغه باندې هیڅ ونه کړې! زه اوس پوه شوم چې ته د خدای پاک څخه وېرېږې، ځکه چې خپل یوازینی زوی دې زما څخه درېغ نه کړ.>
13 حضرت ابراهیم سترګې پورته کړې او ویې لیدل چې شاته یې یو ګډ دی چې ښکرونه یې په بوټي کې نښتي وو. حضرت ابراهیم ورغی، هغه یې راونیوه او د خپل زوی په ځای یې د سوزېدونکې نذرانې په توګه قرباني کړ. 14 او حضرت ابراهیم دغه ځای د څښتن به یې برابروي په نوم یاد کړ او حتیٰ تر نن ورځې پورې داسې ویل کیږي: <هغه به د څښتن په غره کې تیار شي.>
15 د څښتن فرښتې د دوهم ځل دپاره د اسمان څخه په حضرت ابراهیم باندې غږ وکړ 16 او ویې فرمایل: <څښتن داسې وایي: په دې خاطر چې تا دا کار وکړ او خپل یوازینی زوی دې زما څخه درېغ نه کړ، زه په خپل ذات باندې قسم خورم، 17 زه به تاته برکت درکړم او ستا نسل به لکه د اسمان د ستورو او هغو شګو په شان چې د دریاب په غاړه پرتې وي زیات کړم. هغوی به خپلو دښمنانو ته ماتې ورکړي او د هغوی ښارونه به ونیسي. 18 د ځمکې ټول قومونه به ستا د اولادې په وسیله برکت ومومي، ځکه چې تا زما حکم منلی دی.> 19 نو حضرت ابراهیم بېرته خپلو نوکرانو ته راستون شو او هغوی ټول یوځای بئرشبع ته لاړل او حضرت ابراهیم په بئرشبع کې پاتې شو.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2025 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org