
لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
24 په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې که د غنمو یوه دانه په خاوره کې ونه لویږي او له منځه لاړه نه شي، نو هغه به هماغه یوه دانه پاتې شي. خو که چېرې هغه له منځه لاړه شي نو ډېرې غلې دانې به راوړي. 25 په چا باندې چې په دې نړۍ کې خپل ځان ګران وي نو هغه به له لاسه ورکړي. خو که څوک په نړۍ کې د خپل ځان نه تېر شي، نو هغه به تل ترتله خپل ژوند وساتي. 26 که څوک غواړي چې زما خدمت وکړي، نو هغه دې ما پسې راځي او چېرته چې زه یم نو زما خدمتګار به هم هلته وي. څوک چې زما خدمت کوي نو زما پلار به هغه سرلوړی کړي.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org