موندل

څلورم لوست

نوی حکم

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

نوی حکم

31 کله چې یهودا لاړ، نو عیسی وویل: «اوس به د خدای زوی جلال ومومي او د هغه په وسیله به خدای جلال مومي. 32 څرنګه چې خدای د هغه په وسیله جلال مومي نو خدای به په خپله هم هغه ته جلال ورکړي او ډېر زر به ورته جلال ورکړي. 33 زما بچیانو! زه به د لږ نور وخت دپاره ستاسو سره یم. بیا به ما پسې ګرځئ او پیدا کولای به مې نه شئ او لکه څنګه چې مې یهودي مشرانو ته وویل، اوس یې تاسو ته هم وایم، زه چې چېرته ځم هلته تاسو نه شئ تللی. 34 زه تاسو ته نوی حکم درکوم: د یو بل سره مینه کوئ، لکه څنګه چې ما ستاسو سره کړې ده، نو تاسو هم باید د یو بل سره مینه وکړئ. 35 که تاسو یو د بل سره مینه ولرئ، نو بیا به ټول په دې پوه شي چې تاسو زما شاګردان یئ.»

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org