موندل

پنځم لوست

مینه، اطاعت او د روح القدس ترلاسه کول

لومړی ګام: قیصه ولولئ

لاندېنی متن ولولئ یا واورئ

x1.0

د روح القدس ورکولو وعده

15 که چېرې تاسو زما سره مینه کوئ نو زما په حکمونو باندې به عمل کوئ 16 او زه به د پلار نه غوښتنه وکړم او هغه به تاسو ته یو بل مرسته کوونکی درولېږي چې تل ترتله به ستاسو سره وي، 17 یعنې د حقیقت روح چې د نړۍ خلک یې نه شي منلی، ځکه چې هغه نه ویني او نه یې پېژني. خو تاسو یې پېژنئ، ځکه چې هغه ستاسو سره اوسي او په تاسو کې به وي. 18 زه به تاسو لکه د یتیمانو په شان پرېنږدم، زه بېرته تاسو ته راځم. 19 لږ وخت وروسته به د نړۍ خلک نور ما ونه ویني خو تاسو به مې بیا وینئ. ځکه چې زه به راژوندی کېږم نو تاسو به هم ژوندي یئ. 20 کله چې هغه ورځ راشي نو تاسو به پوه شئ چې زه په پلار کې یم، تاسو په ما کې یئ او زه په تاسو کې یم.

21 هرڅوک چې زما حکمونه مني او عمل ورباندې کوي نو دا هغه څوک دی چې زما سره مینه کوي. څوک چې زما سره مینه کوي نو زما پلار به ورسره مینه وکړي، او زه به هم د هغه سره مینه وکړم او خپل ځان به ورته ښکاره کړم.»

دوهم ګام: قیصه بیا تکرار کړئ

یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.

دریم ګام: په قیصه باندې پوهېدل

کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ


Get it on Google Play
Download on the App Store

Get Discovery Bible Studies on your phone

Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org

Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org