
لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
5 زه د انګورو تاک یم او تاسو څانګې یئ. هرڅوک چې په ما کې پاتې شي او زه په هغه کې پاتې شم نو هغه به ډېره مېوه ونیسي، ځکه چې تاسو بې له ما هېڅ نه شئ کولای. 6 که چېرې څوک په ما کې پاتې نه شي هغه به لکه بېکاره څانګه لېرې وغورځول شي او وچ به شي. هغه څانګې راټولیږي، په اور کې اچول کیږي ترڅو وسوځي 7 که چېرې تاسو په ما کې پاتې شئ او زما خبرې په تاسو کې پاتې شي، نو هرڅه چې غواړئ د هغو دپاره سوال وکړئ او هغه به درکړل شي. 8 زما د پلار جلال په دې کې دی چې تاسو ډېره مېوه ونیسئ او دا ثابته کړئ چې زما شاګردان یئ. 9 لکه څنګه چې پلار زما سره مینه کړې ده ما هم ستاسو سره مینه کړې ده. نو زما په مینه کې پاتې شئ. 10 که چېرې تاسو زما په حکمونو باندې عمل وکړئ، نو زه به تاسو سره مینه کوم لکه څنګه چې ما د خپل پلار په حکمونو باندې عمل کړی دی او زه د هغه په مینه کې اوسېږم. 11 ما دا شیان تاسو ته وویل ترڅو ستاسو زړونه زما د خوشحالۍ نه ډک شي او ستاسو خوشحالي پوره شي.
12 زما حکم دا دی: د یو بل سره مینه کوئ لکه څنګه چې ما تاسو سره مینه کړې ده.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org