
لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
26 یوه هفته وروسته د هغه شاګردان یوځل بیا په کور کې سره راټول شوي وو او توما هم د هغوی سره ؤ. سره له دې چې دروازې بندې وې، خو عیسی راغی او د هغوی په منځ کې ودرېده او ویې ویل: «سلام دې وي په تاسو باندې!» 27 بیا یې توما ته وویل: «خپلې ګوتې دې دلته کېږده، زما لاسونو ته وګوره او خپل لاسونه راوړاندې کړه او زما په بغل باندې یې کېږده او نور شک مه کوه بلکې ایمان ولره.» 28 توما وویل: «ای زما استاذه او زما خدایه.» 29 عیسی هغه ته وویل: «په دې خاطر چې زه دې ولیدم نو ایمان دې راوړ؟ بختور دي هغه خلک چې زه یې نه یم لیدلی او ایمان راوړي.»
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org