
لاندېنی متن ولولئ یا واورئ
35 عیسی هغوی ته وویل: «زه هغه ډوډۍ یم چې ژوندون ورکوي. څوک چې ماته راځي هغه به هېڅکله نه وږی کیږي او څوک چې په ما باندې ایمان راوړي هغه به هېڅکله نه تږی کیږي. 36 خو لکه څنګه چې ما وویل چې سره له دې چې تاسو زه لیدلی یم خو بیاهم په ما باندې ایمان نه راوړئ. 37 کوم خلک چې زما پلار یې ماته راکوي هغوی به ماته راځي او څوک چې ماته راځي زه به هغه هېڅکله ونه شړم. 38 ځکه چې زه د اسمان نه د دې دپاره نه یم راښکته شوی چې خپله رضا پوره کړم بلکې د دې دپاره چې د هغه چا رضا پوره کړم چې زه یې رالېږلی یم. 39 چا چې زه رالېږلی یم د هغه رضا دا ده چې ټول خلک چې هغه ماته راکړي دي یو یې هم له لاسه ورنه کړم بلکې د اخرت په ورځ هغوی راژوندي کړم. 40 ځکه چې زما د پلار رضا دا ده چې هرڅوک چې ما د هغه د زوی په توګه وپېژني او په ما باندې ایمان راوړي، هغه به د تلپاتې ژوندون خاوند شي او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم.»
41 په دې باندې خلک په خپلو کې سره وغورېدل، ځکه چې هغه وویل: «زه هغه ډوډۍ یم چې د اسمان نه نازل شوې ده.»
42 نو هغوی وویل: «ایا دا سړی د یوسف زوی عیسی نه دی چې مونږ یې مور او پلار پېژنو؟ نو بیا هغه څنګه وایي چې زه د اسمان نه راښکته شوی یم؟»
43 عیسی ځواب ورکړ: «په خپل منځ کې سره مه غورېږئ.
44 هېڅوک نه شي کولای چې ماته راشي ترڅو هغه پلار چې زه یې رالېږلی یم هغه ماته رانه ولي، او زه به هغه د اخرت په ورځ راژوندی کړم.
45 د پیغمبرانو په کتابونو کې لیکل شوي دي:
هغوی ټول به د خدای له خوا تعلیم حاصل کړي.
یو څو دقیقې وخت ونیسئ چې قیصه په خپلو الفاظو سره تکرار کړئ. کیدای شي تاسو هغه په لوړ آواز ووايئ، یا یې ولیکئ. که درته معلومه شي چې تاسو هغه له یاده نه ده زده کړې، نو یو وار بیا یې ولولئ یا واورئ.
کله چې تاسو ته معلومه شوه چې په قیصه باندې پوه شوي يئ، یو څه وخت بېل کړئ چې په لاندې پوښتنو باندې فکر او خبرې اترې وکړئ
Get Discovery Bible Studies on your phone
Discover copyright ©2015-2026 discoverapp.org
Pashto Verses Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved. Used by permission. Delivered in partnership with afghanbibles.org